TR_ 39

محمود نظری

 طنز

۳۹

یومسافر رهي و په غاړه د سړک

ترشایې بل  ور پسې نیولی و څرک

په غوړمبه ژبه  يې ویل  سړی  اقا

خورې خوږه  غوړه   توده حلوا

مسافر وکتله ورته په ځیر ځیر

ول ښه په  دې لویه  ږیره يي خنزیر !

غټ سړی يې بې غیرته  یې دله

په تا  دی ودریږي بله کومه دنده

په غوسه ویل هغه ولي به یم دله؟

دبل ښځه دبل سړی سره کوم جوړه

زه کمیشن کار یم نه یم  دله

په دې  کا رکې زما ده  ډیره ګټه

***

اوس  څوک ځان کله بولي دله

که څه دله يې لیکل سوي وي په تنډه

په عدد کله   دچانوم کیږي دله

چي یې نه وي دا اصلي پدري دنده

اوس د هر شی نوم بدل کړی عصریت

 پير هغه  دی چې  لاره پالی د عفریت

 دهیواد پلورو کړو ته ویل کیږی صداقت

رشوت او اختلاس صفت سوی د لیاقت

دووسان   په ټولنه کې لري لو ی عزت

 د قاتلانو کړو ته ويل  کیږي انسانیت

په عمل کې ډیرخلک سوی  دووسان

که څه ځان لویان بولی څوک بزرګان

دله ګي اوس د بزرګانو مهم کار سوی

خپل په پردو وژنی دا يي لوی  ویاړسوی

دووسان هغه دی  چې مور ساتي په بل

دده په کور کې چلیږی قانون د بل

په علېک سلېک دچا مه ختاوځه

په ږیره او تسبی د چا مه تیروځه

 

***

دله خو نه لري ښکرونه  نه لکۍ

دهغه  موشه خر دی  چې لري  زور اوایکۍ

 لویان به چا ته څرنګه ورکړي مشوره

چي د یویخوا شرایط نه وي ښکاره

نهه دیرش ویل کیږی داسی جلسو ته

چې  نهه دیرشان يي  ناڅي پیسو ته