Reykhaly

طنز

محمود نظری

 

ریخلی حکومت

 

ټاکنې د دیموکراسي یوه پړپړه ده

دا  د ولس رایې یوازې یوه پلمه ده

معامله بل  چیرې د پټو لاندې  روانه ده

داریخلی حکومت ولس ته یوه لومه ده

***

هغه اقلیت چې اکثریت ته په چل وي

غوراوی دهغو له پوه او غله څخه غل وي

دداسې هیواد د راتلونکي دي خدای ساته

هلته به تل د  وطنفروشوپه واک اوربل وي

***

ماچې ویل دپوه اوغله یارانه کیږي نه

یارانه کیږي  بیله د بادار بې دخله کیږي نه

 دمرییانو په خوله چا پیاز میده کړي

  غلط سیاست دلته خود سرانه کیږي نه

ترڅو اشغال وي دغلو حکومت به وي

دلته یو سم کار هم بې معامله کیږي نه

هر غل یې یوازې  په خپله برخه اچوي

ان  دشورا بیله خپلې ګټې جلسه کیږي نه

دې غلو له امریکا د غلا فرمان راوړی

خود پټه ددې خېله غلو خوله کیږي نه

داچې وطن فروشان پر موږ حکومت کوي

دلته هیڅ وخت ورکیدل دبد جوله کیږي نه

هر باوله  پر ولس غرتي کوي اووایي پرتی

ځکه دلته مخ نیول د یو اله بوله کیږي نه

په دې وطن به تر څو دځنګل قانون چلیږي؟

دلته به څه وخت واک ته  اله ګوله کیږي نه؟

تر کله به  لاس وهنې ته ښه راغلاست وایو

ولی لا ختمه دلته دمداخلې سلسله کیږي نه

تر څو به دا د ولس قاتلان زموږ بزرګان وي

 ترکله به ختمه دا دمصلحت اماله کیږي نه

په ټاکنود خلکوکونه څیرې سوه کرک مړ

ولي لا پسرلی دا زموږ توره څله کیږي نه

  رښتیاپه اشغال که څه مانا لري ټاکنې

داشغال اوټاکنو هیڅکله جختواله کیږي نه

همدا اشغال همدا دغلو به وي حکومت

 دا ملک به هیڅ وخت بې زلزله کیږي نه

 تر څو چې وي دوطن مشران زوله زوله

دلته هیڅ کار د پردو بې دخله کیږي نه

هرڅوک پوهیږي غواتوره شیدې سپیني

دا کار  دغلیمانو بې مجاله کیږي نه

دا اودس چې دوی ورته وایي لاس ته راوړني

چاویل چې په یو کوز  هغه خازه کیږي نه

د«کری »یوه خبره  زموږ نظام اوقانون بدلوي

  آیا په دې خبرو  زموږ عزت بې توله کیږي نه ؟

دیموکراسي قوانین او  لویه جرګه څه سوه؟

په دې اعلامیه دا وطن زموږ طبېله کیږي نه

 هر وخت تالا ترغه وي زموږ دمشرانو

آیا روښانه تر ابده  دا زموږ توره دربله کیږي نه؟

افغانیت ورک سوی زموږ ددې تورومخو

په دې ډول واک تر لاسه کولو کې رذاله کیږي نه

بزرګان خوشاله دي چې دبل په زنګوله ځړیږي

ددې حالته به  تر کله دابې وجدانه زله کیږي نه

هر کل دلته ویشل د واک کیږي د غلو تر منځ

دلته هیڅ چاره  دامریکا بې توکله کیږي نه

زموږ تورمخي بزرګان د «کری» مننه کوي

 دا د بادار ډول ته دهغو ایشله کیږي نه

خدای  دي په غضب اخته کړي دا بې ایمانان

دهغو سغل جوړ د بادار بې اماله کیږي نه

وګوره مخ ته د دې غلامانو نور ترې اوري

له خوشحالی ورسره خبره جمله کیږي نه

تیار دي دواک لپاره دا وطن تجزیه کړې

په دې عمل  د دوی صفت ددله کیږي نه؟

خلک خوشاله چې داسې باتور مشران لرو

دا دوه مخه رابړان ولس ته بې خایه کیږي نه

خدای ورک کړې دا د واک چور لیونیان

ددوی په ورکیدوبه په موږ بشکوله کیږي نه ؟!

 

بشکوله ( سختی)،رذاله ( کمینه)،تالاترغه( چورکوونکی )،بیمجاله ( جرات)،جختواله( نژدی والی)،باوله ( احمق)