Policy

تګلاره


دطنزونو ويبپاڼه یوه خپلواكه ، ناپيلي فرهنګي او ټولنيزه پاڼه ده چې موخه يې د ټولنې سمونه ده. طنز په وروسته پاته ټولنه کې چې هلته مصلحتونه، ټګی او برګی ، تیرایستل  اوپه سترګو کې خاوری اچول یو ورځنی روا کار وي  په خورا اغېزمنه ټوکه هغه بربنډوي او ګوته ورته نیسي.

په ټولنه کې ناتارونه،ناورینونه.بدي ورځي، غوسې او دردرونه د اولس د رواني عقدو سبب ګرځي نو طنزونه  د هغو د تسلي کیدو او د احساساتو او راپاریدو د ارامیدو  سبب کیږي،  بلوسګران  ته ګوته نیسي ، هغوی را بربنډوي اوخلکو ته  یې ښیي .

زموږ موخه د جنایت رسوا کول په حماقت ملنډی وهل د فساد جرړې خلکو ته ښوول دي. د طنزونو موخه هم د ټولنې سیاسي او اخلاقي پېښې غټول دي ترڅو اوریدونکي هغه ته ځير شي.  عمل کونکي   يې خپلو کړو وړو  ته متوجه  او په هغه کې بدلون راولي.

 

دا ويبپاڼه هيڅ ډول مالي ملاتړ او بنسټ نلري، يوازي او يوازي يې پر افغانيت،افغانستان او افغان فرهنګ مين افغانان یې د خپلو دردونو او سپېڅلو احساساتو په مټ چلوي.

 

ټولو د قلم او نظر څښتنانو ته د همكاريو بلنه وركوي، خو د ليكنو په ټاكنه،سمونه او خپرونه كي خپلواكه ده.

 

دا ويبپاڼه د هر ډول ژبنيو،سيمه ييزو،قومي او مذهبي تعصبونو او تربګنيو د له منځه وړلو او پر ځاى يې د ملي ورورۍ،پخلايني او يو والي لپاره نه ستړي كېدونكي هڅې كوي.

 

هر خپرونه او رسنۍ چې د طنزونو دويبپاڼي څخه مواد اخلي باید د اصولو له مخي اخځ(سرچينه) یې و ښیي.

 

په ويبپاڼه كي هڅه كېږي چي د افغانستان او نړۍ له گوټ_ګوټ څخه طنزونه ،طنزی كتابونه او انځورونه پر ليكه شي.


 

په ټوله افغاني او فرهنګي مینې

د طنزونو د پاڼې مسؤل