Mahmud Nazari

 

Mahmud Nazari


  محمود نظري


پوهنمل محمود نظري د ډ اکټر محمدامين  نظري زوی د (١٣٣٤ ه ش) كال د غويي دمياشتې په یوویشتمه د کندهار ښار په لومړی ناحیه  کې زېږېدلی دی.  دکابل د محمود  هوتکي له ښوونځي وروسته  په (١٣٥٤) کې له حبيبې

 عالي  ليسې څخه فارغ  سوی  دی او په  (١٣٥٨)  کال کې یې دکابل له کرنې پوهنځي  د مېوو او ځنګلونو له څانګې  څخه لیسانس اخیستی دی او په   (١٣٦٧)   کال  کې يې  د  تاجکستان دکر نې له انيستيتوت څخه د میوو د

روزولو برخه  کې ماستري تر لاسه کړې ده   هغه دننګرهار پوهنتون  دکرنې په پوهنځي کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې  او هم يې په نړيوالو موسسو کې دمېوو د روزولو په   برخه کې  کار کړی دى. نظری له

 (۱۳۶۰)  کال راهیسي د ادبیاتو  (طنز او کیسو)   په برخه کې ډیرې لیکنې کړي دي، چې د هغه وخت په رسنیو کې چاپ سوي دي  او له دوو طنزونو (مډرنه سیالي او د غوښو  دضررونو) څخه یې تلویزیوني نندارمې جوړي

.سوي دي ، هغه له  (۱۹۹۸م)   کال راهیسې د لندن په ښار کې اوسیږي.  هغه د طنزونو په نامه یو وب پاڼه چلوي



چاپ سوی اثرون


۱- زعفران  ( د زعفرانو  کرل)


۲- باغواني   ( دباغ دجوړولو اساسات)


۳ - د څوکۍ خوند ( د ادبي طنزونو ټولگه)


۴ - سر خلاص که ! ( دادبي  طنزونو ټولگه)


۵ - انساني سرکس (د ادبي  طنزونو ټولگه)


۶  -پايلوچ بنگ حبيب الله ( د لنډو کيسو ټولگه )


 ۷- خندنۍ بهرنۍ ټوکې لومړی ټوک


۸-خندنۍ بهرنۍ ټوکې دویم ټوک


۹- خدا روزيش کنه ... ( دادبي طنزونو ټولگه په دري  )


۱۰-آسماني کتابونه (شننه او سپړنه)


۱۱-اسلام او نننۍ ساینس لومړی ټوک (شننه او سپړنه)


۱۲-هوا ( د لنډو کيسو ټولگه )


۱۳-پایلوچان(ناول)


۱۴-مهاجر زمری ( د  سیاسي طنزونو ټولگه)


۱۵-انساني لمبر پلیټ ( د  سیاسي طنزو ټولگه)


۱۶-لوبه ( د  سیاسي طنزونو ټولگه)


۱۷-د قیامت نښې  (شننه او سپړنه)


۱۸-له ټولو پوروړی ( د  سیاسي طنزونو ټولگه)


۱۹-لږ ببر سه د زړه سره  (د سیاسي طنزونو ټولگه)


۲۰-افسانه یې الوتونکي (شننه او سپړنه)


۲۱-دطنز لیکنې اساسات (شننه او سپړنه)


۲۲-روح څه شی ده؟(شننه او سپړنه)


۲۳-دپشو د وژلو شپه  (د سیاسي طنزونو ټولگه)


۲۴- شیطان پېژندنه (شننه او سپړنه)


۲۵-   دطنزنړیوال تاریخ-لومړی ټوک


۲۶-دطنزنړیوال تاریخ-دویم ټوک


۲۷-دطنزنړیوال تاریخ-درېیم ټوک


۲۸-دطنزنړیوال تاریخ-څلورم ټوک


۲۹-خوب اود خوب لیدولو راز (شننه او سپړنه)


۳۰-خبرې کوونکی خر ( دسیاسي طنزونو ټولگه)


۳۱- د سبو پاچا ( دسیاسي طنزونو ټولگه)


۳۲- ملایکې(شننه او سپړنه)


۳۳- پیریان (شننه او سپړنه)


۳۴-د  میوو اوسبو تازه ساتنه (شننه او سپړنه)


۳۵-مه ځه امریکا ( دسیاسي طنزونو ټولگه)


۳۶-ما یو وار باچا که! ( دسیاسي طنزونو ټولگه)


۳۷-سوډر ته رایه ورکړه ( دسیاسي طنزونو ټولگه)


۳۸-په ګړنیز ادبیاتو کي طنز(شننه او سپړنه)


۳۹ -جنت او دوږخ (شننه او سپړنه)


۴۰- اسطوره یې او افسانه یې موجودات (شننه او سپړنه)


۴۱-د انسان پیدا یښت (شننه او سپړنه)


۴۲-ماشیني جنرالان( دسیاسي طنزونو ټولگه)


۴۳-انګور(شننه او سپړنه)


۴۴-انار(شننه او سپړنه)


۴۵-دګلو کر(شننه او سپړنه)


۴۶-عجیبې میوې (شننه او سپړنه)


۴۷- قران او ساینس دویم توک(شننه او سپړنه)


۴۸-دبنو جنګ( دسیاسي طنزونو ټولگه)


۴۹-دنورو سیارو موجودات(شننه او سپړنه)


 ۵۰-دقران د یو کلمې څو ماناوي(شننه او سپړنه)


 ۵۱-الله (ج) پيژندنه(شننه او سپړنه)


۵۲-تصوف(شننه او سپړنه)


۵۳-دین ،ایمان اوعبادت(شننه او سپړنه)


۵۴-غوره ملغلرې(شننه او سپړنه)


۵۵-غیر داستاني ادبیات(شننه او سپړنه)


۵۶-دغلو شهنشاه ( دسیاسي طنزونو ټولگه)


۵۷-فنري جنرالان( دسیاسي طنزونو ټولگه)


۵۸-اصلي غل ( دسیاسي طنزونو ټولگه)


۵۹-د واده کتاب  (شننه او سپړنه)


۶۰- په انګریزي ناول   Kandahar’s pylochan